Pamir Green Care

Directions

Pamir Green Care Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pamir Green Care, ښرنه ښار کټواز لین ته مخامخ د حاجي نيک محمد مارکېټونو 4 نمبر دوکان, Sharan.

درنو پکتيکاوالو ته مهمه خبرتيا!
پامير حيواني او زراعتي مرکز خپله لومړۍ څانګه له ښاروالۍ دوهم مارکېټ څخه نوي ځای ته انتقال کړه.
نوی ادرس 📍کټواز لين ته مخامخ د حاجي نيک محمد مارکيټ 4 نمبر دوکان.
0773803074
0778620179

هغه ځمکوال چي ځمکي يي د هندواڼو او نورو کروندو لپاره په اجاره ورکړي دي او هغوي له پلاستیکي ملچ څخه کار اخستی ده.نو په کر...
25/09/2026

هغه ځمکوال چي ځمکي يي د هندواڼو او نورو کروندو لپاره په اجاره ورکړي دي او هغوي له پلاستیکي ملچ څخه کار اخستی ده.
نو په کرونده کې د پلاستیک پرېښودلو مهم تاوانونه په لاندي ډول دي
۱: په خاوره کې د Microplastics جوړېدل او پاتې کيدل چې وروسته په زهري ماده ګرځي.
۲: د خاورې فزیکي جوړښت او د اوبو نفوذ ګډوډول
۳: د خاورې د ګټورو باکتریاوو، فنجي او ژوو اغېزمنول
۴: د نبات د ریښو، ودې او غذايي موادو جذب اغېزمنول
۵: د ځینو پلاستیکي کیمیاوي موادو او additives خوشې کېدل
۶: د باران او اوبو له لارې ویالو، لښتو او اوبو ته انتقالېدل
۷: د باد له لارې نورو کروندو او سیمو ته خپرېدل
۸: د حيواناتو او مرغانو لپاره د خوړلو او هاضمې خطر
۹: د کرنیزو ماشینونو او راتلونکو کرنیزو عملیاتو ستونزمنول
۱۰: د ځمکې د پاکولو لپاره په راتلونکې کې اضافي لګښت او کار رامنځته کول
۱۱: د اوږدې مودې لپاره په ځمکه کې پاتې کېدل او د خاورې کیفیت ته احتمالي زیان
⚠️ سوځول یې خطرناک دي؛ هوا ته زیانمن لوګي او ککړونکي خوشې کولی شي.
انجنير نوراحمد اندړ
0773803074
0795375156

دا ځانګړی ژيړ کاغذ په باغ کې د سپري د پوښښ coverage معلومولو لپاره کارېږي.چې اسپري پري ولګيږي د څاڅکو ځايونه ابي/شين ښکا...
23/09/2026

دا ځانګړی ژيړ کاغذ په باغ کې د سپري د پوښښ coverage معلومولو لپاره کارېږي.چې اسپري پري ولګيږي د څاڅکو ځايونه ابي/شين ښکاره کوي له دي معلوميږي چې سپري څومره تر هدفه رسيدلي ده.

زراعتي دوا هغه وخت ښه پايله ورکوي چې سم څاڅکي په مناسب ځای او مناسب پوښښ سره هدف ته ورسېږي.
22/09/2026

زراعتي دوا هغه وخت ښه پايله ورکوي چې سم څاڅکي په مناسب ځای او مناسب پوښښ سره هدف ته ورسېږي.

د غنمو د تخم معامله کولو طریقه او ګټې دوز: ۲ ګرامه د ۱ کیلو تخم لپاره د کرلو مخکې له تخم سره ښه او یوشان ګډ کړئ.1 د تخم ...
20/09/2026

د غنمو د تخم معامله کولو طریقه او ګټې
دوز: ۲ ګرامه د ۱ کیلو تخم لپاره د کرلو مخکې له تخم سره ښه او یوشان ګډ کړئ.
1 د تخم د خرابېدو خطر کموي
2 د تورکي فنګسي ناروغی مخنیوی کوي
3 د بدبويه تورکي مخنيوی کوي.
4 د ريښو ورستیدو مخنيوی کوي.
5 د فيوزاريم ناروغۍ مخنيوی کوي.
6 د بوټي د لومړني ودې لپاره ښه زمینه برابروي.
0773803074, 0795375156

د مڼو ونو په پاڼو باندې ګردونه او دوړي د کنو مايټس افت ته لاره پرانيزي، چي د پاڼو د ژېړېدو، د میوې د توييدو او د حاصلاتو...
14/09/2026

د مڼو ونو په پاڼو باندې ګردونه او دوړي د کنو مايټس افت ته لاره پرانيزي، چي د پاڼو د ژېړېدو، د میوې د توييدو او د حاصلاتو د کميدو او خرابېدو سبب ګرځي.
نو سمدلاسه دا ۳ مهم کارونه کړئ:
د ونو مینځل (په فشار لرونکې اوبو): سهار یا ماښام د پمپ په وسيله ونې په پاکو اوبو ومینځئ. دا کار ګردونه پاکوې او د کنو نسل په طبیعي ډول له منځه وړي.
کیمیاوي کنټرول (مناسب کنه وژونکي نه حشره وژونکي): که افت زیات وي، د کرنې د متخصص په مشوره د کنو ضد ځانګړي درمل لکه ابامکتین (Abamectin) يا نور د پاڼو لاندې او باندې برخو ته په ښه ډول اسپري کړئ.
د رطوبت ساتنه (منظم اوبه کول): تنده د کنو افت څو چنده زیاتوي؛ باغ ته په خپل وخت اوبه ورکړئ ترڅو د ونو مقاومت لوړ شي.
بل ډير مهم کار: د ژمي په موسم کې د "امولسیون تېلو" شیندل په راتلونکي کال کې د دې افت مخه نیسي.
انجنير نوراحمد اندړ
0773803074
0795375156

د غنمو د تخم درملنه ډېره ضروري ده!د کرلو مخکې د غنمو تخم د Tebuconazole DS په څېر مناسبې فنګس‌ضد دوا سره درمل کړئ، څو د ...
13/09/2026

د غنمو د تخم درملنه ډېره ضروري ده!
د کرلو مخکې د غنمو تخم د Tebuconazole DS په څېر مناسبې فنګس‌ضد دوا سره درمل کړئ، څو د فنګسي ناروغیو خطر کم او غنم مو سالمه وده وکړي.
د Tebuconazole DS دوا زموږ له مرکز
څخه په مناسب قیمت او لوړ کیفیت ترلاسه کړئ.
پامير حيواني او زراعتي مرکز
📍 لومړی ادرس: پکتیکا ولایت، مرکز ښرنه، د کټواز لین ته مخامخ، د حاجي نیک محمد مارکېټ.
📍 دوهم ادرس: پکتیکا–غزني عمومي سرک، دو راهي بازار.
مسؤل انجينر نوراحمد اندړ
📞 0773803074 | 0795375156
سالم تخم، ښه وده، ښه حاصل!
#پکتيکا #افغانستــان #شرنه #پامير
#زراعت #تخم #کرنه #اصلاح

د غنمو د تخم معامله ډيره زيات ضروري ده:د کرلو مخکې د غنمو تخم د Tebuconazole DS په څېر مناسب فنګس‌وژونکي سره معامله کول ...
13/09/2026

د غنمو د تخم معامله ډيره زيات ضروري ده:
د کرلو مخکې د غنمو تخم د Tebuconazole DS په څېر مناسب فنګس‌وژونکي سره معامله کول د تخم له لارې د انتقالېدونکو فنګسي ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.
1 د تخم د خرابېدو خطر کموي
2 د تورکي فنګسي ناروغی مخنیوی کوي
3 د بدبويه تورکي مخنيوی کوي.
4 د ريښو ورستیدو مخنيوی کوي.
5 د فيوزاريم ناروغۍ مخنيوی کوي.
6 د بوټي د لومړنۍ ودې لپاره ښه زمینه برابروي.
پورته ناروغۍ ځیني ډيري زيان اړونکي دي چې (۲۰-۵۰)٪ د حاصلاتو د کميدو سبب کيږي
انجنير نوراحمد اندړ
0773803074
0795375156



#غنم #کرنه #بزګران

د کروندګرو ۱۰ تېروتنې چې حاصل او پیسې  ضایع کوي!ډير حاصلات یوازې د ډېرو سرو او دواو په استعمال نه ترلاسه کېږي؛ سمه فيصله...
31/08/2026

د کروندګرو ۱۰ تېروتنې چې حاصل او پیسې ضایع کوي!
ډير حاصلات یوازې د ډېرو سرو او دواو په استعمال نه ترلاسه کېږي؛ سمه فيصله تر هر څه ضروري ده.
۱. نامناسب تخم
د خپلې سیمې له اب و هوا، خاوري او مارکيټ سره برابر رانتخاب کړئ.
۲. له تشخیص پرته دوا
ژېړي پاڼي تل مرض نه وې. لومړی يې لامل معلوم کړئ، بیا دوا وکاروئ.
۳. د دواو زیاتول
زیاته دوا د نبات د زیان او اضافي مصرف زیاتوي.
۴. دکودونو بې‌نظمي
یوازې يوريا مه زیاتوی؛ نبات نایتروجن، فاسفورس، پوتاشیم او کم مصرفه عناصرو ته متوازن ضرورت لري.
۵.ناسمې ابياري
ډيري اوبه د ریښو مشکلات اولږ اوبه د ودې او حاصل کمښت رامنځته کوي.

۶. ناسم وخت
د کودونو، دوا او نورو موادو اغېز د استعمال له مناسب وخت سره مستقیم تړاو لري.
۷. ډېر تراکم
کم رڼا او د هوا کم جریان د ناروغیو او د مېوې د کیفیت ستونزې زیاتوي.
۸. د خاورې او اوبو نه تحلیلول
pH، مالګینتوب او غذایي عناصر باید وکتل شي؛ ځکه پټه ستونزه ډېر وخت له همدې ځایه وي.
۹. د هر کال یو شان مدیریت
د افتونو، ناروغیو، هوا او خاورې شرایط بدلېږي؛ مدیریت هم باید ورسره بدل شي.
۱۰. پر اټکل کرنه
مسلکي کرنه له مشاهدې، تشخیص او معلوماتو څخه پیلېږي، نه له اټکل څخه.
انجنير نوراحمد اندړ
0773803074. 0795375156

ولې ځینې مڼې ژر نرمیږي او په ذخیرې کې ژر خرابېږي؟کلسیم د مڼې مېوه کلکه ساتي، د حجرو جوړښت پیاوړی کوي او د Bitter Pit په ...
30/08/2026

ولې ځینې مڼې ژر نرمیږي او په ذخیرې کې ژر خرابېږي؟
کلسیم د مڼې مېوه کلکه ساتي، د حجرو جوړښت پیاوړی کوي او د Bitter Pit په څېر د ستونزو خطر کموي. پوره کلسیم لرونکې مڼه عموماً ښه کیفیت، ښه کلکوالی او د ساتلو کولو ښه وړتیا لري.
یوازې د
په خاوره کې د کلسیم موجودیت کافي نه دی؛ د مېوې د لوييدو په وخت د کلسیم منظم استعمال ډير لازمي ده
ښه مڼه؛ یوازې په اوبو او کود نه، بلکه په منظمه تغذيه تر لاسه کيږي

انجنير نوراحمد اندړ
0773803074
0795375156

مڼي مو غټي دي، خو رنګ یې کم ده؟5 اصلي علتونه:ایا مڼي مو ښي غټي شوې، خو رنګ یې کم ده. یوازې د سرو کمښت نه دی؛ دا ۵ شيان ډ...
30/08/2026

مڼي مو غټي دي، خو رنګ یې کم ده؟
5 اصلي علتونه:
ایا مڼي مو ښي غټي شوې، خو رنګ یې کم ده.
یوازې د سرو کمښت نه دی؛ دا ۵ شيان ډير مهم دي.
۱. د لمر وړانګې
د ونې سیوری د مڼې رنګ کموي.
۲. زياته توده هوا
ډيره تودوخه د رنګ اخیستل کموي، خو نسبتاً سړې شپې ورسره مرسته کوي.
۳. زیات سپين کود کارول
په وروستیو کې ډېر نایتروجن شنه وده زیاتوي او رنګ کموي.
۴. د K پوتاشيم کمښت
پوتاشیم د مېوې د کیفیت او ښه رنګ لپاره مهم دی.
۵. متراکم تاج
ډېرې څانګې او پاڼې د مېوې رڼا کموي او رنګ یې اغېزمنوي.
انجنير نوراحمد اندړ
0773803074
0795375156

Address

ښرنه ښار کټواز لین ته مخامخ د حاجي نيک محمد مارکېټونو 4 نمبر دوکان
Sharan
2401

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pamir Green Care posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share