هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز Hesham Veterinary & Livestock Services

  • Home
  • Afghanistan
  • Laghman
  • هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز Hesham Veterinary & Livestock Services

هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز Hesham Veterinary & Livestock Services د حیواناتو درملنه، واکسین، مشورې او د مالدارۍ عصري خدمتونه.

دوستانو صفحه فالو او شیر کړئ.
04/07/2026

دوستانو صفحه فالو او شیر کړئ.

30/06/2026

I got over 50 reactions on my posts last week! Thanks everyone for your support! 🎉

د څارویو د سترګې ګلابي کیدل یا Pink Eye د سترګې ګلابي کیدل چې Infectious Keratoconjunctivitis هم ورته ویل کیږی، یوه ساري...
30/06/2026

د څارویو د سترګې ګلابي کیدل یا Pink Eye
د سترګې ګلابي کیدل چې Infectious Keratoconjunctivitis هم ورته ویل کیږی، یوه ساري باکتریاي ناروغۍ ده چې د سترګو د پړسوب، زخم او د لید کمزورتیا لامل کیږي او په شدیدو حالاتو کې د سترګې د ړندیدو سبب ګرځي.
د ناروغۍ عامل
په غواګانو کې د Moraxella bovis باکتریا او په پسونو او وزو کې د Mycoplasma او Chlamydia له امله رامنځته کیږي.
د ناروغۍ علایم
🔶له سترګو څخه په دوامداره توګه د اوښکو بهیدل
🔶د سترګو رپول یا له دیوال سره مښل
🔶د سترګو اطرافی برخو سوروالی او پړسوب.
🔶د سترګو په توره دایره باندې د سپین، شیدو رنګه یا آبي رنګه پردې راغونډیدل.
🔶له سترګو څخه د زیړ رنګه یا شنه چرکین موادو وتل.

درملنه
د سترګو پاکول ( مخکې له دې چې درمل وکارول شي، سترګه په Normal Saline یا Boric Acid محلول سره پاکه شي.
په سیستمیک ډول د انټی بیوټیک استعمال (Oxytetracycline L.A)
موضعي انټی بیوټیک (قطره یا مرهم چې په ترکیب کې chlortetracycline یا هم oxytetracycline ولري.
د سترګې لاندې د انټی بیوټیک زرق کول sub conjunctival injection ( په سخت او شدید حالت کې Penicillin باید د سترګی په داخلی برخو کې زرق شي)، خو په دې صورت کې باید مخکی له مخکې دسترګې موضوعي بې هوښه کوونکي یا انستیتیک قطره Proparacaine 0.5% او یا هم Tetracaine 0.5% د 3 څاڅکو په اندازه په سترګه کې و څڅوئ.
د درد او پړسوب ضد درمل (Meloxicam یا Flunixin Meglumine ).
‼احتیاط: د سترګې د پړسوب او حساسیت کمولو لپاره Dexamethasone یا نور سټیرایډ لرونکي درمل منع دي، علت یې په سترګه کې د زخم له امله د زخم د لازیاتیدو او د سترګې د ړندیدو خطر زیاتوي.
د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی
د ناروغ څاروي جلا کول
د مچانو مخنیوی، د لمر له مستقیمو وړانګو او ګردونو څخه د څارویو مخنیوی
د امکان په صورت کې په سترګه پتئ ولګول شي
د واښو مدیریت: په هغو څړځایونو کې چې اوږده او تیره واښه لري د څارویو له څرولو مخنیوی وکړئ.
سالمو حیوانتو ته د واکسین تطبیق

هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز.
صفحه درسره فالو او شیر کړئ.

هیموراجیک سیپټیسیمیا (Hemorrhagic Septicemia - HS)د څارویو یوه ډیره خطرناکه، ساري او وژونکې باکتریایي ناروغي ده چې د Pas...
27/06/2026

هیموراجیک سیپټیسیمیا (Hemorrhagic Septicemia - HS)

د څارویو یوه ډیره خطرناکه، ساري او وژونکې باکتریایي ناروغي ده چې د Pasteurella multocida باکتریا پواسطه منځ ته راځي. دا ناروغي تر ډیره بریده په غواګانو او په ځانګړي ډول په میښو کې لیدل کیږي، خو کله ناکله پسونه او وزې هم ورباندې اخته کیدای شي.

۱. د ناروغۍ نښې
دا ناروغي ډیر چټک پرمختګ کوي او څاروی د نښو له ښکاره کیدو وروسته په ۶ تر ۲۴ ساعتونو کې منځه وړي. اصلي نښې یې دا دي:
لوړه تبه✅
د غاړې پړسوب ✅
د سا اخیستلو ستونزه✅
د خولې افرازاتو بهیدل✅
بې اشتهايي او کمزوري✅
۲. د خپریدو لارې
د ککړو اوبو او واښو خوړل.
د ناروغه څاروي د پوزې او خولې د افرازاتو له لارې
د تنفس له لارې.
موسم: دا ناروغي اکثراً په باراني موسمونو، د دوبي په رطوب او د هوا د تودوخې د ناڅاپي بدلون پر مهال ډیره خپریږي

۳. مخنیوی او کنټرول
واکسین☑
د ناروغه څارویو جلا کول☑
د څارویو د ځای پاکوالی ☑
د مړو څارویو ښخول☑
۴. درملنه
✅Oxytetracyline, penicillin, Ceftiofur, Enrofloxacin
✅Meloxicam, Flunixin
✅Prednisolone
✅I.V fluid for dehydration
✅B-Complex vitamins

دوستانو پوسټ شیر کړئ چې تر څو معلومات تر مالدارانو ورسیږي
هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز Hesham Veterinary & Livestock Services

دا چې د ګرمي موسم دی او د حرارت درجه ورځ تر  بلې لوړیږي، حیوانات د ګرمي د فشار او ګرمي وهنې سره ډیر مخ کیږی.د همدې لپاره...
25/06/2026

دا چې د ګرمي موسم دی او د حرارت درجه ورځ تر بلې لوړیږي، حیوانات د ګرمي د فشار او ګرمي وهنې سره ډیر مخ کیږی.
د همدې لپاره معلومات درسره شریک کړئ چې ترڅو مالداران پرې و پوهیږی او د خپلو څارویو ښه روزنه او حفاظت وکړي.

ملګرو صفحه درسره فالو او شیر کړئ
23/06/2026

ملګرو صفحه درسره فالو او شیر کړئ

22/06/2026
Blackleg or Black Quarter Disease in Cattle.
20/06/2026

Blackleg or Black Quarter Disease in Cattle.

په حیواناتو کې  کلوسټریډیایي ناروغۍ (Clostridial Diseases):  دا باکتریاوې چې ګرام مثبت او سپور جوړوونکې دي، اکثره یې غیر...
17/06/2026

په حیواناتو کې کلوسټریډیایي ناروغۍ (Clostridial Diseases):
دا باکتریاوې چې ګرام مثبت او سپور جوړوونکې دي، اکثره یې غیر هوازي دي، په طبیعي ډول په خاوره او د حیواناتو په کولمو کې موجودې وي، خو کله چې د زخمونو، ناڅاپي غذایي بدلونونو، فشار یا سټریس له امله فعاله سي نو خطرناک او وژونکي زهري مواد یا توکسین تولیدوي.
دا څې دا ناروغۍ اکثره د حیواناتو د ناڅاپي مړینې سبب ګرځي، نو د مخنیوي لپاره یې واکسین کول تر ټولو اغیزمنه او باوري لاره ده.
د دغو ناروغیو عام ډولونه یې عبارت دي له:
Blackleg تورلینګی
Malignant Edema د زخمونو ګازي پړسوب
Black Disease د ځیګر ناڅاپي ناروغۍ
Bacillary Hemoglobinuria سور ادرار ناروغۍ
Enterotoxemia ریخک ناروغۍ
Tetanus شخوالی
Botulism فلج ناروغۍ
Clostridial Hepatitis د ځیګر کلوسټریډیایي ناروغۍ
نوټ: پورته ذکر شوي هره ناروغۍ به په نوبت سره د همدې صفحې له لارې واضح سي.

دوستانو صفحه درسره تعقیب او نورو ملګرو سره شریکه کړئ.
ډاکتر سیداحمد وزیري

16/06/2026

السلام علیکم او ښه راغلاست!
هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز د حیواناتو د روغتیا او مالدارۍ د پرمختګ لپاره خپل خدمات پیل کړل.
دلته به تاسو ته د حیواناتو د ناروغیو، درملنې، واکسین، تغذیې او د مالدارۍ اړوند ګټور معلومات شریکیږی.
مهرباني وکړئ صفحه درسره تعقیب او له خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ.
مننه.

Address

Laghman
Laghman

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when هشام وترنري او مالداري خدماتي مرکز Hesham Veterinary & Livestock Services posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category