Mostamand Etihad livestock Ltd مستمند د حیواني درملو شرکت

Mostamand Etihad livestock Ltd  مستمند د حیواني درملو شرکت مستمند شرکت تاسو ته هر ډول باکیفیته حیواني خوراکه ، منرال فیډ حیواني دوا،مصنوعی القاح او نایتروجن

23/05/2026
23/05/2026

د مستمند اتحاد د کرنې او مالدارۍ شرکت یوتن د مصنوعي القاح مجرب ډاکټر احمدالله منانی چې
د کندهار ولایت، ارغستان ولسوالۍ کې موقعیت لری
په بریالۍ او مسلکي توګه د کابلي نسل عالي نتیجه وړاندې کړې ده.

✅ دا ښکلی او قوي خوسی د مصنوعي القاح بریالۍ پایله ده، چې د ښه نسل، لوړ کیفیت او عصري مالدارۍ څرګندونه کوي.
📍ادرس: ارغستان ولسوالۍ – کندهار
د لازیاتو معلوماتو او د مصنوعي القاح او مالدارۍ خدماتو لپاره پر لاندې شمېره تماس ونیسئ
د مستمند اتحاد شرکت شمېره
070 0359504
د ډاکټر شمېره

+93 70 260 2665



#مالداري
#کندهار

د غواګانو د خولې او پښو ناروغي (FMD)هغه څه چې هر مالدار باید پرې پوه شيد خولې او پښو ناروغي (FMD) یوه له خورا ساري ناروغ...
30/04/2026

د غواګانو د خولې او پښو ناروغي (FMD)
هغه څه چې هر مالدار باید پرې پوه شي
د خولې او پښو ناروغي (FMD) یوه له خورا ساري ناروغیو څخه ده چې په غواوو، وزو، پسونو او خوګانو کې رامنځته کېږي. دا ناروغي ډېر ژر خپرېږي او د شیدو کمېدو، د وزن له لاسه ورکولو او د حیواناتو د تګ راتګ د محدودیت له امله ستر اقتصادي زیانونه اړوي.
لامل (Cause)
د FMD ناروغي د یو ویروس له امله رامنځته کېږي چې په لاندې لارو خپرېږي:
• له ناروغ حیوان سره مستقیم تماس
• د هوا له لارې (په ځانګړي ډول په یخو موسمونو کې) 🌬️
• ککړ وسایل، بوټان، کالي او موټرونه
• ککړ خوراک، اوبه یا څړځای
• هغه کسان چې له یوې رمې بلې ته تګ راتګ کوي
⚠️ په غواوو کې عامې نښې
• ناڅاپي لوړه تبه (۴۰–۴۱ سانتي ګراد) 🌡️
• زیات لعاب یا لاړې بهېدل
• په خوله، ژبه، شونډو او لثو کې دانې (بلبلې)
• د سُمونو ترمنځ او د پښو په تاجي برخه کې دانې 🐾
• سست والی— حیوان نه غواړي وګرځي
• د شیدو په تولید کې ناڅاپي کمښت 🥛⬇️
• د اشتهاءکموالی او د وزن له لاسه ورکول
• خوسکي ممکن د زړه د ستونزو له امله ناڅاپه مړه شي
🔍 په دانو (Blisters) کې څه پېښېږي
• کوچنۍ له مایع ډکې دانې (ویسیکلونه) جوړېږي
• په ۱–۲ ورځو کې چاودیږي
• دردناک زخمونه پرې پاتې کېږي
• حیوان د درد له امله خوراک او حرکت پرېږدي
🚨 ولې FMD خطرناکه ده؟
• په رمې کې ډېر ژر خپرېږي
• د فارم بېلابېل حیوانات اخته کوي
• د شیدو تولید سخت کموي
• رغېدنه ورو کوي او وده اغېزمنوي
• د سوداګرۍ او د حیواناتو د لېږد محدودیتونه رامنځته کوي
د مخنیوي او کنټرول لارې
✔️ ناروغ حیوانات ژر جلا کړئ
✔️ د فارم دننه او بهر د حیواناتو تګ راتګ بند کړئ 🚧
✔️ بوټان، وسایل او موټرونه ضد عفوني کړئ 🧴
✔️ د لیدونکو تګ راتګ محدود کړئ
✔️ د فارم ځانګړي کالي وکاروئ
✔️ واکسین تطبیق کړئ
✔️ ککړ مواد په سمه توګه له منځه یوسئ
✔️ ځایونه منظم پاک او ضد عفوني کړئ
💊 درملنه (Treatment)
د دې ویروس لپاره ځانګړې درملنه نشته، خو حمایوي پاملرنه مرسته کوي:
• نرم خوراک ورکړئ
• پاکې اوبه په کافي اندازه ورکړئ
• د خولې او پښو زخمونه پاک وساتئ
• د زخمونو لپاره انټي سېپټیک وکاروئ
د مالدارانو لپاره مهمه مشوره
وختي پېژندنه او ژر جلا کول د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي تر ټولو غوره لار ده. که په حیوان کې هممهاله زیات لعاب او سستي ووینئ، سمدستي د FMD شک وکړئ او اقدام وکړئ.
#مستمند
#کرنې
#مالداری


28/04/2026

د غوا، پسونو او وزو لپاره د کلستریدیوم او اړوندو ناروغیو د قوي مخنیوي او ساتنې لپاره غوره واکسین دی.
تولیدوونکي شرکت: مشهوره کمپنۍ CZ Vaccines (هسپانیا)
انحصاري استازی د جنوب غرب حوزې لپاره
مستمند اتحاد دکرنې او مالدارۍ شرکت
#مستمند
#کرنې
#مالداری
Zaland Sarsabz Ltd

د کندهار  ولایت ګرانو وترنر صاحبانو او فارمدارانو !د لرسپین غر شرکت د کوپیکس منتبلیارد نسل، جرمنې oHG خالص هولسټین او ان...
13/04/2026

د کندهار ولایت ګرانو وترنر صاحبانو او فارمدارانو !
د لرسپین غر شرکت د کوپیکس منتبلیارد نسل، جرمنې oHG خالص هولسټین او انګلستان هیواد خالص هولسټین نسل تخمې ستنې په کندهار ولایت کی د مستمند اتحاد د کرنی او د مصنوعی القاح مرکز څخه تر لاسه کولې شې.
ادرس: کندهار ، میرویس مینه د استاد عبدالحلیم د کور څنګ ته

0700359504

0700371399

د کندهار ولایت ګرانو وترنر صاحبانو او فارمدارانو !
د لرسپین غر شرکت د کوپیکس منتبلیارد نسل، جرمنې oHG خالص هولسټین او انګلستان هیواد خالص هولسټین نسل تخمې ستنې په کندهار ولایت کی د مستمند اتحاد د کرنی او د مصنوعی القاح مرکز څخه تر لاسه کولې شې.
ادرس: کندهار ، میرویس مینه د پنج آب ویلی ته نزدی.
0700359504
0700371399

د حیواناتو د سږو ناروغیو پر ضد قوي ساتنه!💉 DILPHES 4 – Inactivated Bacterial VaccineDILPHES 4 یو معیاري او باوري غیرفعال...
14/03/2026

د حیواناتو د سږو ناروغیو پر ضد قوي ساتنه!

💉 DILPHES 4 – Inactivated Bacterial Vaccine

DILPHES 4 یو معیاري او باوري غیرفعال بکتریايي واکسین (Inactivated Bacterial Vaccine) دی چې د غواوو، پسونو او وزو د تنفسي خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره کارول کېږي. دا واکسین د هغو بکتریاوو پر ضد قوي معافیت جوړوي چې اکثره وخت په فارمونو کې د ساه ستونزې، تبه او د سږو شدیدې ناروغۍ رامنځته کوي.

🦠 د لاندې بکتریاوو پر ضد محافظت برابروي:
• Pasteurella multocida
• Mannheimia haemolytica

⭐ د سږو او تنفسي ناروغیو قوي مخنیوی
⭐ د حیواناتو صحت او تولید ساتي
⭐ د غواوو، پسونو او وزو لپاره مناسب
⭐ د شیدو او غوښې لپاره د انتظار موده (Withdrawal) نشته

💉 د استعمال طریقه:
واکسین د پوستکي لاندې (Subcutaneous) تطبیق کېږي او باید د وترنر ډاکټر د مشورې سره سم استعمال شي.

📌 د حیواناتو د روغتیا ساتنه پر وخت واکسین کولو سره ممکنه ده. د خپلو حیواناتو د خوندي ساتلو لپاره DILPHES 4 یو باوري انتخاب دی.




#غوا

د مستمند اتحاد دکرنې او مالدارۍ شرکت ځانګړې خوراکهد غواوو د ښه صحت طاقت  او ډېرو شیدو لپاره. ✅ د شیدو په زیاتوالي کې مرس...
04/03/2026

د مستمند اتحاد دکرنې او مالدارۍ شرکت ځانګړې خوراکه

د غواوو د ښه صحت طاقت او ډېرو شیدو لپاره.

✅ د شیدو په زیاتوالي کې مرسته کوي
✅ د شیدو کیفیت او غوړ ښه کوي
✅ د غواوو د بلاربوالی (حمل اخیستنې) چانس زیاتوي
✅ د حیوان بدن ته طاقت او انرژۍ ورکوي

دا خوراکه د مالدارانو او فارمدارنو لخوا تجربه او ډېره خوښه سوې ده .
که غواوې مو کمې شیدې ورکوي یا کمزورې وي، نو دا محصول ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.

خالص وزن: ۳ کیلو
د لازیاتو معلوماتو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ.

0700359504
070 037 1399

#مالداري
#غوا



لویه تجارتي لاسته راوړنه! زېرې زېرې !په ډېر ویاړ او خوښۍ سره خبر در  کوو چې زموږ  مستمند اتحاد د کرنې او مالدارۍ شرکتMos...
14/02/2026

لویه تجارتي لاسته راوړنه!
زېرې زېرې !
په ډېر ویاړ او خوښۍ سره خبر در کوو چې زموږ مستمند اتحاد د کرنې او مالدارۍ شرکت
Mostamand Etihad Agricultural & Livestock Ltd
د افغانستان د معتبر
ځلاند سرسبز شرکت
څخه د جنوب غرب حوزې لپاره انحصاري نمایندګی ترلاسه کړه.
دا لاسته راوړنه زموږ د باور، صداقت او مسلکي خدمتونو څرګندونه کوي.
موږ به له دې وروسته د ځلاند سرسبز شرکت باکیفیته او معیاري د وترنرۍ درمل، واکسینونه او اړونده حیوانی محصولات خپلو درنو مشتریانو ته وړاندې کوو.
🎯 زموږ هدف:
✔ معیاري او باکیفیته حیواني درمل
✔ د مالدارانو خدمت او ملاتړ
موږ ژمن یو چې تل به خپلو هیوادوالو ته باکیفیته او معیاري حیوانی درمل او محصولات په مناسب قیمت وړاندې کوو.
له ټولو مشتریانو څخه نړۍ مننه چې پر موږ یې باور کړی دی
د اړېکو او واتس اپ شمېرې
0700359504
070 037 1399

Mostamand Etihad livestock Ltd مستمند د حیواني درملو شرکت

#کرنه
#مالداري

14/02/2026

#کرنه #مالداري

Address

Kandahar
Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mostamand Etihad livestock Ltd مستمند د حیواني درملو شرکت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category