Rawan Livestock Service

Rawan Livestock Service Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Rawan Livestock Service, Veterinarian, kabull Plaza jalalabad, Jalalabad.

27/06/2026

په غواګانو کې تخمداني سیستونه په څو ډوله دي، نومونه يې وليکئ
ځواب:
په غواګانو کې دوه ډوله تخمداني سيستونه وي.
فاليکلور سیست (follicular cyst)
لوتیل سيست (luteal cyst)

08/06/2026

په غواګانو کې د هغه سطحي لمفاوي غدواتو نومونه ولیکئ، کوم چې په کلينيکي معايناتو کې کتل کيږي.
ځواب
Submandibular lymph node
Parotid
Prescapular
Prefemoral
Supra mammary
Retropharyngeal

04/06/2026

هغه فکتورونه وليکئ کوم چې د حيوان په بدن کې د واکسين اغيزمنتيا اخلال سره مخ کوي.
جواب
بيولوژيکي فکتورونه: د حيوان معافيتي حالت. حيوان بايد صحت منده وي، که حيوان ناروغ وي نو د واکسین په مقابل به ناوړه جواب ورکړي.
مورنۍ انتي باډي ګاني. نوي زيږيدلي بچي د ورګو له لارې پوره انټي باډي ترلاسه کوي، نو که ياد بچي ته په ډېره کم عمری کې واکسين وشي، همدا مورنۍ انټي باډي ګانې دا تطبيق شوي واکسین خنثی کوي.
عمر. زيات عمر لرونکي حيوانات د واکسين په مقابل کې اهسته ځواب ورکوي.
محيطي فکتورونه:
سترې. ترانسپورت، ګروپي ساتنه...
لوړه تودوخه يا ډېره یخه هوا.
د واکسين ساتنه. باید د ۲-۸ سانتي ګريډ درجو کې وساتل شي
د واکسين تطبيق او حفظ الصحه. پاکې نيډلې وکارول شي.
تغذيه. که حيوان د منرالي موادو کموالي سره مخ شي نو واکسين په مقابل کې ځواب کمزروي وي.
واکسين تطبيق وخت: د ناروغي د وقوع سره نږدې وخت کې د واکسين له پاره کافی وخت نه وي ترڅو معافيت منځته په راوړي.

03/06/2026

هغه ډاکتر صیبان چې د کلينيک جواز ترلاسه کولو له پاره ازموينې ورکوي، يوه يوه پوښتنه سره د ځوابه پوست کوو ترڅو د ازموېنې
په جوابيدو کې در سره مرسته وکړي.
پوښتنه
هغه پنځه ناروغیو نومونه واخلئ چې په غواګانو کې سقط جنین منځ ته راوړي
جواب
Brucellosis
Infectious Bovine Tracheitis
Aspergillosis
Trypanosomosis
Bovine Trichomosis
Leptospirosis

په وړو حيواناتو کې بيا
Listeriosis
Enzootic Abortion of Ewes
هم د سقط جنین سبب کيږي

05/04/2026

ګرانو مالدارانو
دا چې هوا په ګرمیدو ده نو د خپلو حيواناتو د سالم صحت له پاره لاندې نقاطو ته توجه وکړئ
لومړی، حيواناتو ته زياتې اوبه ورکړئ. دویم، حيوانات د لوړې تودوخي وساتی.
دريم، حیوانات د کنو يا شنو پاک وساتئ
څلورم، هغه ځايونه يعنې غوجلي يا څپرې د نيګاوانو په وسيله سپری کړئ.
که مو د حيواناتو متيازي سور رنګه شوی، د سترګو يي اوښکي بهيدلې، پښو يا خوله کې زخمونه ؤ او يا په بدن کې غوټي وليدل شوی نو ژر تر ژره د وترنر ډاکټر سره مشوره وکړئ

14/01/2026

په بدن کې د ځینو منرالي موادو او اوبو اندازې
فاسفورس د ۳۰-۴۰ ملي ګرام په يو ډيسي ليتر وېنه کې
مګنيشيم د ۱-۳ ملي ګرام په ډيسي ليتر وېنه کې
سوډيم ۱.۸ ګرام په کيلو ګرام وزن
پوتاشيم ۲.۶ ګرام په کيلو ګرام وزن
اوسپنه ۷۵ ملي ګرام په کيلو ګرام وزن
سلفر د ټول بدن ۰.۱۵ سلنه جوړوي
ايوډين په ټول بدن کې د ۲۰-۳۰ ملي ګرامه شتون لري
اوبه: د بدن ۶۵ سلنه جوړوي

07/01/2026

ويټامين ډي
د ويټامين ډي ۲ (Vit D2) له پاره پرو ويټامين عبارت له ergosterol څخه دی چې په نباتاتو کې شتون لري او حيوانات يې د خوړو له لارې ترلاسه کوي.
د ويټامين ډي ۳ (Vit D3) له پاره پرو ويټامين عبارت له i-dehydrocholesterol څخه دی چې انسانان او نور حيوانات یې جوړولی شي.
کله چې انسانان او حيوانات لمر ته ښکاره شي نو د اولټرا وايليټ شعاعو ( ultraviolet rays) په وسيله پورته پرو ويټامينونه په ويټامين ډي ۲ (calciferol)او ويټامين ډي ۳ (cholecalciferol) بدليږي. دا بدليدنه په پوستکي کې ترسره کيږي.
ويټامين ډي د هډوکو نورمالې ودې ته اړین دی. بله مهمه دنده يې د کلسیمو په جذب کې رول لري او د کلسیم جذب ترڅنګ د نورو منرالي موادو لکه مګنيشیم، زنګ او اوسپنې په جذب کې هم رول لري
که غواړئ چې د ويټامين ډي کموالي سره تاسې او حيوانات مخ نه شئ، نو د ورځې حتما نيم ساعت لمر ته مخ شئ.

06/01/2026

يو ګرام کاربوهايډرېټ 4.1 کالوري انرژي او يو ګرام شحم 9.3 کالوري انرژي ورکوي

05/01/2026

هغه حیوانات چې د یخو منطقو وي دوی معمولا د معتدلو سیمو حیواناتو په نسبت زيات غير مشبوع شحم لري.
د يخي وينې لرونکي حیوانات د ګرمي وينې لرونکو حيواناتو په نسبت نرم او زيات غير مشبوع شحم لري.
غوښه خوړونکي حیوانات نسبت واښه خوړونکو حیواناتو ته نرم شحم لري.

Still available يو اندازه شته
11/12/2025

Still available
يو اندازه شته

Address

Kabull Plaza Jalalabad
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rawan Livestock Service posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category