سنګین لالا

سنګین لالا *په لوستلو یې ایمان تازه او د زړه زنګ لرې کړﺉ!*

*🌸 لَااِلٰہَ اِلَّااللّٰہُ مُحَمَّدُ رَّسُولَ الله

*هغه څه چې انسان ته..!🤍*
*په دُنیا ڪې ډیر عزت ورڪوې..:*😇
*ښڪلې اخلاق دي🙂*

❤️❤️❤️
*سنګين لالا*

راشئ او خپل نظرونه مو له دليل سره ولیکئ
21/07/2026

راشئ او خپل نظرونه مو له دليل سره ولیکئ

ځيني کولابيان او هغه خلک چی په وطن کی د کرکت خلاف وو راپاڅيدلي نوين ته وايي بخښنه وغواړه!‌ نوين د پښتنې مور بچی دی،  هره...
05/07/2026

ځيني کولابيان او هغه خلک چی په وطن کی د کرکت خلاف وو راپاڅيدلي نوين ته وايي بخښنه وغواړه!‌ نوين د پښتنې مور بچی دی، هره خبره يي سره کرښه ده. داسی لکونه ډمان تری زار شي.
که چا غلطه خبره وکړه غلطه ورته کوم، زه زرګونه کولابيان له يو نر پښتون سره نه برابروم🔥☠️دا يو چا ليکلي وه
copy

د کولمبیا په پوهنتون کې یو زده‌کوونکی د ریاضي په ټولګي کې ویده شوی ؤ. کله چې یې سترګې خلاصې شوې، د محصلینو غږونه یې واور...
30/06/2026

د کولمبیا په پوهنتون کې یو زده‌کوونکی د ریاضي په ټولګي کې ویده شوی ؤ. کله چې یې سترګې خلاصې شوې، د محصلینو غږونه یې واورېدل چې وایي: "لېکچر ختم شوی دی." پورته شو او په تخته یې دوه سوالونه ولیدل چې لیکل شوي دي فکر یې وکړو چې دا به کورنۍ دنده وي، ژر، ژر یې دواړه پوښتنې په خپله کتابچه ولیکلې،
کله چې کورته لاړ کار یې پرې شروع کړ، پوه شو چې دا پوښتنې ډېرې سختې دي، خو هیڅ ناهیلی نه شو. کتابخانې ته لاړ، کتابونه یې وپلټل او پرله‌ پسې یې هڅې وکړې، تر دې چې له ډېرو زحمتونو وروسته یې یو سوال حل کړ.
په بله ورځ چې ټولګي ته راغی استاد هېڅ دې کورنۍ دندې پوښتنه وه نکړه.
ده وپوښتل: "استاده!کورنۍ دنده نه ګورې؟ تا چې پرون په تختې لیکلي وه.
استاد په حیرانتیا وویل: "کورنۍ دنده؟ نه، هغه خو کورنۍ دنده نه وه. ما خو یوازې داسې مثالونه لیکلي وو چې تر اوسه د نړۍ لویو، لویو ریاضي‌ پوهانو هم نه وو حل کړي!"
زده‌ کوونکي په حیرانتیا وویل: "خو ما خو له هغو پوښتنو څخه یوه په څلورو پاڼو کې حل کړي ده “!
وروسته دې دغې پوښتنې حل د کولمبیا په پوهنتون کې رسمي ثبت شو، او د دغه زده‌کوونکي په نوم وه پېژندل شو.
دا زده‌کوونکی وروسته د ریاضیاتو لوی عالم شو: چې نوم یې "جورج دانتزِګ (George Dantzig)" ؤ.
پوهېږئ هغه څنګه دا ستونزمن سوال حل کړ؟ ځکه چې دی نه ؤ خبر چې: "دا پوښتنې تر اوسه هېچا نه‌ دي حل کړي"!
ده خپل ځان قانع کړی ؤ چې دا سوالونه حل کېدلی شي. او کله چې یې بې له مایوسۍ هڅه وکړه بریالی هم شو. نو خبره مې دا کوله چې
کله هم د چا دا خبره مه اوره چې "ته یې نشې کولی!"
تاسې هر څه کولی شئ، که حالات هر څومره سخت هم وي.

پکتیا غمیزه😭😭پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند منداخېلو سیمه کې تیره شپهپاکستان مرتد پوځ یو ځل بیا د ملکي خلکو کورونه په نښه کړ...
29/06/2026

پکتیا غمیزه😭😭
پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند منداخېلو سیمه کې تیره شپه
پاکستان مرتد پوځ یو ځل بیا د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي دي
چې له امله یې ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

دا انځور په روغتونونو کې د رواني ناروغانو د ذهني حالت د ارزونې لپاره کارول کېږي. که څوک دا انځور په سمه توګه درک کړي، نو...
27/06/2026

دا انځور په روغتونونو کې د رواني ناروغانو د ذهني حالت د ارزونې لپاره کارول کېږي. که څوک دا انځور په سمه توګه درک کړي، نو د هغه ذهني حالت سم ګڼل کېږي، او که یې درک نه کړي، نو درملنې ته اړتیا لري.
اوس نو خپل حالونه وائي چې تاسو څنګه يي

راشئ نن يو داسي ليکوال رته پکار دی چي زما پر ځايي په دغي عکس ليکل وکړي  که د هر چا ليکنه ښايسته وا خپروم يي ورته نوټ..هم...
26/06/2026

راشئ نن يو داسي ليکوال رته پکار دی چي زما پر ځايي په دغي عکس ليکل وکړي که د هر چا ليکنه ښايسته وا خپروم يي ورته
نوټ..همدا وس په دي ساعت زه ورته ګورم هلئ نوو

نن یو چا راته وویل چې ماه هرنګ بلوچ هم په عمري قید محکومه شوه!ما ورته وویل، چې د پاکستان په عمر که د ماه رنګې په عمر؟رات...
25/06/2026

نن یو چا راته وویل چې ماه هرنګ بلوچ هم په عمري قید محکومه شوه!
ما ورته وویل، چې د پاکستان په عمر که د ماه رنګې په عمر؟
راته وویل، په سوچ کښې دې واچولم!
ما ورته وویل، ډیر سوچ مه کوه، د ملي رهبرانو قیدونه عمري نه وي او چې کله آزاد شي نو بیا یا یې ولسمشري ځای وي او یا یې هم ملي قیادت!😊
ماه رنګه بلوچه تر اوسني بلوچانو او د پښتونخوا د سیاسي مشرانو څخه ډیر غیرت هم عزت لري!
بلوچستان به هرومرو آزاد کیږي!😊

ماهرنګ بلوچ، ډاډه اوسه! ته د انسانیت دفاع کوونکې یې. آیا تا نه دي لیدلي چې نیلسن منډیلا او د نړۍ ګڼ شمېر نورو ازادي غوښت...
25/06/2026

ماهرنګ بلوچ، ډاډه اوسه! ته د انسانیت دفاع کوونکې یې. آیا تا نه دي لیدلي چې نیلسن منډیلا او د نړۍ ګڼ شمېر نورو ازادي غوښتونکو څومره سختۍ او زندانونه تېر کړي ترڅو خپلو قومونو ته ازادي راوړي؟ ان شاءالله ته به هم بریالۍ شې.💪

Mahrang Baloch, stay confident! You are a defender of humanity. Haven’t you seen how Nelson Mandela and many other freedom fighters around the world endured immense hardships and imprisonment to bring freedom to their people? InshaAllah, you too will succeed.💪

میرویس عزیزي:ډېرې پیسې او د نړۍ ښکلې سیمې د وطن ځای نه شي نیولی.خپله شخصي الوتکه، کشتۍ او په ۸هېوادونو کې ماڼۍ لرم خو وط...
25/06/2026

میرویس عزیزي:
ډېرې پیسې او د نړۍ ښکلې سیمې د وطن ځای نه شي نیولی.

خپله شخصي الوتکه، کشتۍ او په ۸هېوادونو کې ماڼۍ لرم خو وطن، وطن دی.

پرون دا هغه شیبه وه چي کله د انسایت اتلې ماهرنګ بلوچ ته د عمري بند سزا د کفارو له خوا واورول شوه نو د ماهرنګ بلوچ له ستر...
24/06/2026

پرون دا هغه شیبه وه چي کله د انسایت اتلې ماهرنګ بلوچ ته د عمري بند سزا د کفارو له خوا واورول شوه نو د ماهرنګ بلوچ له سترګو بي اختیاره اوښکي لاړي، دا اوښکي د دې لپاره نه وي چي دا له زندانه وویریدله دا اوښکې د دې لپاره وي چي په داسي اسلامي هیواد کي زنداني کیږم چي د عافیه صدیقي په شان عزت سره یي داسي لوبي وشوي چي قلم څوکه یي له لیکلو عاجزه دي.....😭

دا په دې وویریدله چي زما عزت سره به هم همداسي لوبي وشي لکه عافیه صدیقي سره چي د همدي کفارو له خوا وشول، خو زه وایم چي ته د انسایت اتله یي او إن شاء الله ستا مبارزه به رنګ راوړي او د بلوچ آزادۍ اتلان به دې داسي په زور، غیرت او عزت سره آزاده کړي چي له تصور نه به وتلې خبره وي.........💔👐



United Nations Institute of Human Anatomy Euro-Med Human Rights Monitor UN Human Rights Council Human Rights Watch

Address

Gardiz
2122

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سنګین لالا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share